8. د هغو فکرونو د اختیارولو وجوب چې د ډلې د کار لپاره ضروري دي
8. The Obligation Of Adopting Thoughts That Are Necessary For The Work Of The Group
شریعت د یوې ډلې یوازې شتون نه غواړي. بلکې هغه څه چې شریعت غواړي د داسې یوې ډلې قیام دی چې هدف یې دا نظام قایمول وي. د ډلې د شتون دلیلونه دا خبره موږ ته روښانه کوي.
The Shar’a does not require the mere presence of a group. Rather what the Shar’a requires is the establishment of a group whose purpose is to establish this order. The evidences for the existence of the group clarify this for us.
- د هغه الله ﷻ په دې ویلو کې: «او باید له تاسو څخه داسې یوه ډله پیدا شي چې خلک په ټولو نېکیو (اسلام) ته بلنه ورکوي، معروف ته امر کوي او منکر څخه منعه کوي. او دوي هم هغه خلک دي چې بریالي دي.» [TMQ 3:104]. شرع د داسې یوې سیاسي ډلې جوړولو ته امر کړی دی چې عقیده یې اسلام وي او هغه افکار او شرعي احکام وساتي چې د هغو موخو د ترلاسه کولو لپاره اړین دي چې ډله د هغو لپاره جوړه شوې ده، یعنې د اسلام غلبه، قیام او د واک ترلاسه کول. امر دا نه دی چې د ډلې لپاره ډله جوړه شي. بلکې امر دا دی چې هغه څه ترسره شي چې امر شوي دي، یعنې دعوت او معروف ته امر او منکر څخه منع. همدارنګه، دعوت او نېکیو ته امر او بدیو څخه منع د ځان لپاره نه دي. بلکې امر دا دی چې هغه موخه ترلاسه شي چې د دعوت او معروف ته امر او منکر څخه منع لپاره ده؛ یعنې غلبه، تینګښت او د واک ترلاسه کول.