د ستونزې څه وې؟
2. What Went Wrong?
د سرمایهدارۍ مالي وسایل: د کارتونو یو کور
Capitalism’s Financial Instruments: A House of Cards
شايد هيڅ شى د سرمايهدارۍ د کنټرول څخه وتلې نظام د زياتيو په اړه داسې ښه ښودنه ونه کړي لکه د ډيرايټيوز بازار. وارن بفټ، چې په نړۍ کې د ترټولو بډاینو پانګوالو څخه دی او د برکشائر هاتاوي د ۱۹۶ ميليارډ ډالرو پانګونې فنډ مشر دی، ډيرايټيوز ته په ښه شهرت سره "د ډلوېزې ويجاړۍ مالي وسلې" ويلي دي. په ۲۰۰۲ کال کې د برکشائر هاتاوي د شريکانو کلنۍ راپور کې هغه وليکل: «تر هغه وخته چې ډيرايټيوز قراردادونه ضمانت يا تضمين شوي نه وي، ارزښت يې هم د هغو مقابل اړخونو د پور ورکولو وړتيا پورې تړلی وي. په دې ترڅ کې، مخکې له دې چې قرارداد حل شي، مقابل اړخونه د خپلو اوسنيو عوايدو په بيانونو کې ګټې يا تاوانونه - ډېری وخت ډېر لوی - ثبتوي، پرته له دې چې يوه پيسه هم ولېږدي. د ډيرايټيوز قراردادونو لړۍ يوازې د انسان (يا ځينې وخت، داسې ښکاري، لیونيو) د تصور په واسطه محدوده ده». بفټ دا خبرې د خپلې شخصي تجربې پر بنسټ کولې، ځکه هغه يو کوچنی امريکايي بيمه شرکت اخيستی و چې په خپلو کتابونو کې يې د ډيرايټيوز يو پورټفوليو درلوده. د دې ارزښت په اړه د شکمنتيا څرګندولو وروسته، بفټ امر وکړ چې پورټفوليو وپلورل شي. د څو ميليونو ډالرو تاوان او د ۶۷۰ څخه زياتو مقابل اړخونو (هغه ادارې چې د معاملې بل اړخ دی) اړيکو څخه تېرېدو وروسته، کار بشپړ شو.